شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ولسمشر نوی، خو رژیم او تګلاره پخوانۍ ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
ولسمشر نوی، خو رژیم او تګلاره پخوانۍ ده!

(ژباړه)

خبر:

د فبروري په ۱۴ مه د ازبکستان ملي رادیو تلویزیون د ازبکستان په تلویزیوني چینل کې د «هغه وطن چې د یو کس د نفساني غوښتنو لپاره وپلورل شو» په نامه یو پروګرام خپور کړ. په دغه پروګرام کې د حزب التحریر سیاسي حزب د افکارو او فعالیت پر ضد دغو مکرجنو غلط تورونه لګولي دي.

تبصره:

له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغه هېواد  رسنیو د اسلامي افراطیت او له ترهګرۍ څخه د وېرې له امله د ازبکستان په قلمرو کې په پراخه کچه تبلیغاتو ته زور ورکړی. د کال له پیله د اندیجان د پېښو فلم په وار وار خپور شو. د «سپیڅلې ارزو» په نامه هغه سینمایي فلم چې د ازبکستان د اسلامي خوځښت بنسټ اېښودونکو په اړه و، د «ازبک فلم» په سټېډیو کې ازبکینو ملي اجینسۍ لرې کړ. د فلم مشر حېلول نسیموف د ازبک فلم، فلمي سټېډیو مشر دی. د چارواکو د ګټې لپاره د نوموړي تبلیغاتي او لمسوونکې هڅې د سیمنا مینه والو ته په ښه توګه روښانه شوې. اوس یې د حزب التحریر پر ضد له غلطو تورونو ډک یو فلم خپور کړ.

هر څوک پوهېږي چې د حزب التحریر د شبابو پر ضد د ازبکستان د پخواني مشر کریموف پالیسي یوه دیکتاتوره او له تېري ډکه پالیسي وه. سره له دې چې د نوموړي د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې د حزب التحریر ځوانان د نوموړي له ظلم، ستم او بې رحمانه ځورنو سره مخ وو، مګر رسینو زموږ پر ضد داسې ازاد او په  پراخه کچه تبلیغات نه وو خپاره کړي؛ خو د نوي حکومت له لوري دغه تلویزیوني چینل په لومړي ځل زموږ پر ضد په پراخه کچه خپل غلط تبلیغات خپاره کړل.

د ازبکستان نوی ولسمشر میرزایوف له پنځلسوو څخه د زیاتو کلونو راهیسې د قدرت څښتن دی او د پخواني ولسمشر کریموف تګلاره تعقیبوي. میرزایوف د هر هغه چا پر وړاندې خپل ځپونکی دریځ غوره کوي، چې د کریموف رژیم د ملاتړ او هغه ته د خدمت کولو پر وړاندې درېږي. نو ځکه موږ نه شو ویلی چې د میرزایوف په نسبي توګه نرمه حکمراني د اسلام، مسلمانانو او په ځانګړې توګه د حزب التحریر د شبابو لپاره یوه نوې پالیسي ده. نه داسې نه ده، میرزایوف  اوسمهال د خپل قدرت په پیاوړي کولو، د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره له سوداګرو او مخورو سره د اړیکو په جوړولو  بوخت دی. دی هڅه کوي تر څو نړۍ ته وښيي چې په ازبکستان کې هر څه سم او ارامي ده او د پانګونې او ګډو ګټورو اقتصادي اړیکو د جوړولو لپاره زمینه برابره ده، چې د ازبکسان پر وړاندې د تش په نامه دیمکراتیکو هېوادونو منفي چال چلند به له منځه یوسي.

همدا راز له ملي امنیتي ځواکونو څخه «سلویکي« امنیتي ځواکونه او د کورنیو چارو وزارت دواړه نه غواړي چې په وضعیت کې بدلون  راشي او په هېواد کې  له هر ډول بدلونو او د بښنې له پروسې سره مخالفت کوي. د ملی امنیت مشر عنایتوف د رژیم له هرې کمزورۍ څخه په وېره کې دی، دی په هېواد کې د مسلمانانو ازاده سا اخیستنه هم د دغه دېکتاتور رژیم د راپرځېدو پیل بولي. له همدې امله امنیتي ځواکونه په رسنیو کې د درواغجنو تورونو په خپرولو سره غواړي چې د «افراطیت او ترهګرۍ» له وېرې روان وضعیت ته ټکان ورکړي. همدارنګه دا یو واقعیت دی، چې حکومت د باثباته شبابو له ډلې څخه یو هم ژوندی نه خوشي کوي. موږ اوس هم د دغه جنایتکار رژیم له زندانونو څخه د سپېڅلو شهيدانو مړي تر لاسه کوو. له بل لوري دا جنایتکار رژیم  خلکو او نړیوالې ټولنې ته د ځان  ښودنې لپاره خپلو ناوړه تبلیغاتو ته دوام ورکوي.

موږ هم په خپل وار سره ټول بشریت ته اسلام د یو کامل نظام په بڼه وړاندې کوو، چې د بشري ستونزو او په ځانګړې توګه د ازبکستان د خلکو لپار یوازينۍ حل لاره ده. تر څو چې راشده خلافت او هغه رښتیني مسلمان حاکمان نه وي، چې د قران او سنتو په رڼا کې حکمراني کوي، تر هغه به موږ تر ظلم او استبداد لاندې وو. موږ په ټولو مسلمانانو غږ کوو چې له موږ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج د راشده خلافت په تاسیسولو، د اسلامي ژوند د بیا احیا لپاره کار وکړئ. الله سبحانه تعالی به له موږ سره مرسته وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمّا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

په حقیقت کې امام «خلیفه» هغه ډال دی چې ترشا يې جګړه کوئ او دی ستاسو  ساتنه کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

الدر خمذین

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې